انصار: (د لیندۍ ۱۹ مه)، د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن دوشنبه د سوریې پر وضعیت بېړنۍ غونډه جوړوي.
فرانس پرېس خبري اژانس د بېلابېلو دیپلوماتیکو سرچینو په حواله ویلي چې د غونډې بحثونه به د بندو دروازو تر شا وي.
دغه غونډه یوه ورځ وروسته تر هغه جوړېږي چې په سوریه کې د اسد د کورنۍ د نژدې نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګه شوه او دغلته واک د حکومت مخالفو وسله والو ته په لاس ورغی.
د سوریې پرځېدلی ولسمشر بشار الاسد او د هغه کورنۍ د دمشق تر سقوط وروسته مسکو ته تللي او د روسیې دولتي رسنیو ویلي، مسکو نوموړي ته بشري پناه ورکړې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/34748
قرأ